Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
کابل، افغانستان – نن، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت کې د افغانستان د کانونو سکټور د سمون ستراتیژیو او د نیو تشبثونو پرانیستلو په اړه د بحث په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت او د خصوصي سکټور د80 تشبثونو د استازو کوربتوب وکړ. په دغې یوې ورځنۍ غونډې کې د کانونو وزارت د سرپرست وزیرې آغلې نرګس نهان په ګډون د افغان حکومت چارواکو، د خصوصي سکټور کمپنیو، نړیوالو شریکو غاړو، او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د سوداګریو نړیوال اتاق چارواکو ګډون درلود. ګډونوالو د کانونو سکټور کې مهمو فرصتونو او خنډونو باندې غور وکه او د افغان حکومت چارواکو سره یې د ګردي میز اغیزمنو بحثونو کې ونډه واخیسته.
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس په دې اړه وویل «د امریکا متحده ایالاتو حکومت ژمن دی چې د افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو یو باثباته او سوکاله هیواد شي او خپل ټولو وګړو ته فرصتونه رامنځته کړي .» هغه زیاته کړه «د افغانستان د کانونو سکټور وده د کارموندې او اقتصادي ودې لپاره لوی پوتانسیال رامنځته کوي.»
د خصوصي سکټور اساسي وړاندیزونو او سپارښتنو کې د کانونو په برخه کې د فعالیت جواز او د قراردادونو ویش، د کانونو سکټور لپاره د تشویقي پروګرامونو رامنځته کول، د کورنیو او نړیوالو هغو مشارکتونو څخه ملاتړ چې نویو بازارونو ته لاسرسی لري، او د کانونو د استخراج په برخه کې د ناقانونه کړنلارو لرې کولو لپاره عملي ګامونو پورته کول ګډون درلود.
د امریکا نړیواله پراختیايي اداره ژمنه ده چې د افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو د اقتصادي ودې هڅولو او د دندو فرصتونو رامنځته کولو په موخه د کانونو سکټور ته په مسؤلانه توګه وده ورکړي. د دغه سکټور د ودې پر وړاندې خنډونه ډیر دي خو د هغو لرې کول ناشونې نه دي. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې مرستې د دغه سکټور حقوقي، قراردادي او تخنیکي ستونزو ته د حل موندلو په موخه ډیزاین شوي ترڅو یاد سکټور کې د خصوصي سکټور ګټورو پانګونو څخه ملاتړ وکړي. د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره په دي وروستیو کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د امریکا جیولوژیکي سروې ادارې او د امریکا د سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو قوانینو ودې پروګرام سره ملګرتیا پیل کړي ترڅو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سمون اجندا په اړه لارښونې چمتو کړي. د امریکا نړیواله پراختیايي اداره ژمنه ده چې د افغانستان د منرالو بډایه سرچینو تشبثي ودې څخه ملاتړ وکړي ترڅو افغان ولس ته ګټه ورسوي.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
اړونده مطبوعاتي اعلامیې
- د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره
- د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ نندارتون دریم پړاو د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته پرانیستل شو
- د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ښځینه متشبثو سره د مرستې په موخه د سوداګرۍ او مدیریت روزنیز مواد خپاره کړل
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.