Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
کابل، افغانستان – نن، د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان آر بس د «سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ او پانګونې نندارتون» دوهم پړاو چې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر میاشتې ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې پورې به د هند په بمبيي ایالت کې ترسره کیږي پرانیسته. دغه پرانیست غونډه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا د دي لپاره په لاره واچول شوه ترڅو د سپټمبر میاشتې نندارتون ته د لیوالتیا کچه لوړه او د ګډونوالو سره د نندارتون په اړه مالومات شریک کړي. دغې غونډې کې د ګډون په موخه د دوسوو څخه زیات افغان دولتي چارواکي او د افغاني تشبثونو استازي، نړیوال تمویلوونکي بنسټونه، نادولتي ادارې، د دیپلوماتیکو نمایندګیو، او د بهرنیو ماموریتونو سوداګرۍ چارواکي په کابل کې د امریکا سفارت مقر کې سره غونډ شوي وو.
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان آر بس په دي اړه وویل « د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د پایونکې ملګرتیا په لړ ګې د یو پایونکي افغانستان رامنځته کولو لپاره یوې داسې صادارت محوره پراختیايي استراتیژي ته اړتیا ورځ تر بلې جوته کیږي.» ښاغلي سفیر زیاته کړه « په بمبيي کې د "سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ او پانګونې سږ کلنی نندارتون" به د لانورو بهرنیو هیوادونو پیرودونکو جذبولو سره د تیر کال بریاوي لا پیاوړي کړي.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د آسیا سویل لپاره خپل استراتیژۍ کې د افغانستان اقتصادي ثبات برخه کې مرستې لپاره د یو ملګري په توګه د هند ښکیلولو په اړه خپل ژمنې باندې ټينګار وکړ. د «سوکالۍ په لور» نندارتون چې د هند څخه بهر یې هم په بېساري توګه د سوداګرۍ پراخې اړیکې خپل پوښښ لاندې راوستلي دي د دغې ژمنې یوه ثمره ده، چې د افغانستان سره به مرسته وکړي ترڅو تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲ میلیاردو دالرو ته د صادراتو کچې رسولو لپاره خپل تاکلې موخه ترلاسه کړي.
په بمبیي کې د سپټمبر میاشتې سوداګرۍ او پانګونې نندارتون په لړ کې به د افغانستان غوره ټوکر، غالۍ، قیمتي ډبرې او ګاڼې به د نړیوالو پیرودونکو نندارې ته وړاندې شي. نړیوالو پانګونکو ته د افغانستان غوره توکو معرفي کولو لپاره هند یو ډير مناسب ځای بلل کیږي. دغه نندارتون کې به د تولیداتو د پلور تر څنګ د روغتیايي خدمتونو او لوړو زدهکړو تخصصي بنسټونو او خدماتي او د تشبثي بازارمودنې افغانو او نړیوالو کمپنیو ترمنځ د مشارکتونو او ملګرتیاوو رامنځته کولو زمینه هم برابره شي. دغه مشارکتونه به د افغانستان، هند او نورو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو رامنځته کولو کې خورا اساسي رول ولوبوي.
د "سوکالۍ په لور" نندارتون د تشبثونو ترمنځ د مشارکتونو او توکو پلور له لوري د افغانستان او نړیوال بازارونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا له لارې د سیمهایزې همګرايي ودې په موخه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته هر کال یوځل رامنځته کیږي. د "سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ او پانګونې نندارتون" د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته د هند په نوې ډهلي کې رامنځته شو. د ۲۰۱۷ کال نندارتون کې افغان پلورونکو وکولای شول چې د هندي پیرودونکو سره د پروسس شویو او نا پروسس شویو کرنیزو توکو په اړه د ۲۷ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت قراردونه لاسلیک کړي. سربیره پر دي، د نندارتون څلورو ورځو په لړ کې د یو شمیر افغان سوداګرو او هندې پیرودونکو ترمنځ د شاوخوا ۲۱۴ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت یوشمېر هوکړه لیکونه لاسلیک شول، او د ۱۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت غالۍ، قیمتي ډبرې، ګاڼې، مرمر ډبرې، او خوراکي توکي وپلورل شول. د بمبيي سږکلنې نندارتون به د تیر کال بریاوي پیاوړي کړي او د لانورو بهرنیو هیوادونو پیرودونکو جذبولو سره به یې د اغیزې کچه خورا لوړه کړي.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
اړونده مطبوعاتي اعلامیې
- د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره
- د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ نندارتون دریم پړاو د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته پرانیستل شو
- د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ښځینه متشبثو سره د مرستې په موخه د سوداګرۍ او مدیریت روزنیز مواد خپاره کړل
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.