د افغانستان ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د خدمت لپاره د ۱۰۰ څخه زیاتو افغانو ښځو چمتوالی

Press Release Shim

Speeches Shim

Over 100 Women in Mazar-e-Sharif Ready for Afghan Civil Service
Over 100 Women in Mazar-e-Sharif Ready for Afghan Civil Service
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

چهارشنبه, 24 جولاي, 2019

مزارشریف، افغانستان – ۱۳۲ افغان ښځې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ملکي خدمتونو د روزنو پروګرام څخه فارغ شوې. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د کار زده‌کړې پروګرام دغه ښځې د افغانستان ملکي خدمتونو په چوکاټ کې افغان ولس ته په بریالۍ توګه د خدمت او د ملکي خدمتونو بستونو کې د ندې پیلولو لپاره په اړینې پوهې او مهارتونو باندې سمبال کړې دي.

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره په پام کې لري چې د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د دولتي بستونو لپاره د کار زده‌کړي یو کلن پروګرام له لارې ۳۰۰۰ افغان شځې وروزي. د یاد پروګرام څخه د روان کال د فبروري میاشتې پورې ۲۹۰۰ ښځې فارغ شوي دي، چې د دغې ډلې څخه د ۹۰۰ څخه زیاتې په بلخ، کابل، قندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په دندو ګمارل شوې دي.

د بلخ ولایت د ښځو چارو رئیسې اغلې شهلا حدید وویل:«زه په دي باور یم چې که دغو ښځو ته موکه ورکړل شوي، کولای شي چې د خپل ورونو ترڅنګ د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې دنده ترسره کړي. زموږ د ارزونې په بنسټ، موږ د دغو فارغانو څخه راضي یو او موږ فکر کوو چې دوي د ګمارنې لپاره چمتو دي. د ښځو چارو ریاست به هڅه وکړي چې د کار زده‌کړې پروګرام ټول فارغان په بیلابیلو ادارو کې په کار وګمارل شي.»

په ۲۰۱۴ کال کې، د افغانستان دولت ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال پورې به په ملکي خدمتونو کې د ښځو کچه د ۲۲ سلنو څخه ۳۰ سلنو ته لوړه کړي. د روزل شویو او وړتیا‌لرونکو ښځو ګمارنې له لارې به افغانستان د داسي ملکي خدمتونو خاوند شي چې د هیواد وکړو اړتیاوو ته به خورا ځواب ویونکی وي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسي، د امریکا متحده ایالاتو حکومت خپل پالیسیو کې د ښځو پیاوړتیا څخه ملاتړ ته چې د اقتصادي ودې چټکولو او پایونکې سولې لپاره خورا اغیزمنه پانګونه بلل کیږي لوی لومړیتوب ورکړی.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۹ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګرتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکټور په مشري اقتصادي وده تضماین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.