د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې او د افغانستان دولت له لوري په قندهار ولایت کې د کار زده‌کړې پروګرام ښځینه فارغانو ستاینه

Press Release Shim

Speeches Shim

Afghan Government and USAID Recognize Women Interns in Kandahar
Afghan Government and USAID Recognize Women Interns in Kandahar
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

سه شنبه , 16 Апрель, 2019

قندهار، افغانستان – نن، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د کار زده‌کړې پروګرام څخه ۶۰ ښځینه فارغانو د افغانستان دولت څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل چې د یاد یو کلن پروګرام په لړ کې ترلاسه شوې روزنې او کاري تجربې تصدیق کوي. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د کار زده‌کړې پروګرام د افغانستان ملکي خدمتونو بستونو کې دندې ترلاسه کولو په موخه افغان ښځې په اړینې پوهې او مهارتونو سمبالوي.

د پروګرام فارغانو په استازیتوب اغلې فاطمه وویل «د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د یو کلن روزنیز پروګرام څخه در فراغت وروسته اوس په دولت کې د کار لپاره چمتو یم. د کار زده‌کړې پروګرام د عملي کار اړوند پوهې او مهارتونو باندې سمبال کړو. دغه ښان فرصت انسان ته په ژوند کې یو ځل په لاس ورځي.»

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره په پام کې لري چې د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د دولتي بستونو لپاره د کار زده‌کړي یو کلن پروګرام له لارې ۳۰۰۰ افغان شځې وروزي. د یاد پروګرام څخه د روان کال د فبروري میاشتې پورې ۲۴۰۰ ښځې فارغ شوي دي، چې د دغې ډلې څخه د ۷۰۰ څخه زیاتې په بلخ، کابل، قندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په دندو ګمارل شوي دي او نورې یې د دولتي دندو په لټه کې دي.

په قندهار ولایت کې د قندهار ولایت مقام، د ښځو چارو ریاست او د ملکي خدمتونو کمیسیون د کار په لړ کې د عملي روزنو چمتو کولو له لارې د یاد پروګرام څخه ملاتړ کوي. د دي ترڅنګ یادې ادارې ژمنې دي چې د فراغت وروسته به د کار زده‌کوونکې خپلو ادارو کې په دندو ګماري.

د قندهار والي ښاغلي حیات‌الله حیات په دي اړه وویل «د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې څخه مننه چې په قندهار کې یې ښځو ته روزنې چمتو کړي. دوي زموږ خوندې دي، او موږ یې باید احترام او ملاتړ وکړو ترڅو په دولتي ادارو کې کار وکړای شي. اوسمهال موږ په قندهار ولایت کې ۱۵۰۰ خالي بستونه لرو، او د ۲۰۰ بستونو ډکولو لپاره د وړتیالرونکو ښځو په لټه یو. د کار زده‌کړې فارغانې هڅوم چې دغو بستونو ته غوښتنلیکونه واستوي.»

په ۲۰۱۴ کال کې، د افغانستان دولت ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال پورې به په ملکي خدمتونو کې د ښځو کچه د ۲۲ سلنو څخه ۳۰ سلنو ته لوړه کړي. د روزل شویو او وړتیا‌لرونکو ښځو ګمارنې له لارې به افغانستان د داسي ملکي خدمتونو خاوند شي چې د هیواد وکړو اړتیاوو ته به خورا ځواب ویونکی وي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسي، د امریکا متحده ایالاتو حکومت خپل پالیسیو کې د ښځو پیاوړتیا څخه ملاتړ ته چې د اقتصادي ودې چټکولو او پایونکې سولې لپاره خورا اغیزمنه پانګونه بلل کیږي لوی لمړیتوب ورکړی.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۹ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګرتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکټور په مشري اقتصادي وده تضماین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.