Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
نوې دهلي، هند – نن، د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان آر بس د افغانستان او هند حکومتونو او خصوصي سکټور استازو سره یوځای د «سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ او پانګونې نندارتون» دریم پړاو پرانیست غونډې کې ګډون وکړ. د امریکا متحده ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره (USAID) د افغانستان د غوره محصولاتو او تولیداتو دغه کلني نندارتون څخه ملاتړ کوي ترڅو د هند او افغانستان سوداګرۍ کچه لوړه او په افغانستان کې د اقتصادي ودې زمینه برابره شي. د دغه نندارتون لمړۍ ورځ (د سپټمبر ۲۴مه) د سوداګرو لپاره ځانګړې شوې خو د سپټمبر ۲۵مې څخه ۲۶مې پورې به نندارتون د عامه وګړو او سوداګړو پر مخ پرانیستی وي.
د «سوکالۍ په لور» نندارتون به د افغانستان د غوره غالیو، ګلدوزي تولیداتو، قیمتي ډبرو او ګاڼو، تازه میوو، درملو، او نورو محصولاتو په وړاندې کولو سره د افغانستان تر ټولو غوره صادراتي محصولات نندارې ته وړاندې کړي. د ۱۰۰ څخه زیاتو افغان سوداګرو او د هند د خصوصي سکټور د ۱۰۰۰ څخه زیاتو استازو یاد نندارتون کې د ګډون په موخه نوملیکنه کړي.
د نندارتون پرانیست غونډې کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس یادونه وکړه چې دغه نندارتون به د تیرو کلونو نندارتونونو لاسته راوړنې پیاوړې کړي.
ښاغلي جان بس وویل «د سږکال نندارتون د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو تر منځ د ټینګو اړیکو ودې ته ځانګړۍ شوی.» هغه زیاته کړه «د امریکا متحده ایالاتو حکومت ځکه د سوکالۍ په لور نندارتون څخه ملاتړ کوي چې دغه نندارتون نه یواځي سیمهایزې اقتصادي ودې سره مرسته کوي، بلکې د خصوصي سکټور او د صادراتو وده هم پیاوړي کوي. د خصوصي سکټور او صادراتو وده د لویې موخې ( د باثباته، سوکاله، او خودکفا افغانستان) ترلاسه کولو لپاره خورا اړینې دي.»
ښاغلي ایدګارد کیګن، په هند کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر، ښاغلي طاهر قادري په هند کې د افغانستان شارژدافیر، او ښاغلي تی. اس. تریمورتي د هند د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو مرستیال د نورو چارواکو ترڅنګ دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.
د ۲۰۱۸ کال د «سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ او پانګونې نندارتون» کې چې د هند په مومبی ښار کې پهلاره اچول شوي وو د افغان پلورونکو او هندي پیرودونکو تر منځ د ۷۱ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شول.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۹ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګرتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکټور په مشري اقتصادي وده تضماین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.