Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
کابل، افغانستان – د افغانستان د ملکي خدمتونو د انستیتوت (ACSI) د ښځو د مسلکي ودې مرکز د کاري فرصتونو موندلو برخه کې د ښځو سره د مرستې په موخه په اړینو تجهیزاتو او د مالوماتي ټکنالوژۍ سیستم سمبال شو. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې(USAID) یاد مرکز ته کمپیوټرونه، دفتري تجهیزات او د مدیریتي چارو یو مالوماتي سیستم چمتو کړل ترڅو په بشپړ ډول فعال اوسي او وکولای وشي چې کارغوښتونکو ته پرته د مرستندویه ادارو (ډونرانو) د مرستې اړین خدمتونه چمتو کړي.
په دغه مناسبت جوړې شوې غونډې کې د اداري سمون او د ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر ښاغلي میوند رهیاب د خپل وینا په لړ کې یو داسي دایمي امن ځای ته اړتیا باندي ټینګار وکه چې هلته ښځینه کار غوښتوونکې اړینو مرستو او اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.
د امریکا نړیواله پراختیايي اداره دندې ته د چمتوکیدو پروګرام له لارې د کار ښځينه زدهکوونکو سره مرسته کوي ترڅو دولتي بستونو ته غوښتنلیک واستوي. د دغه یو ورځني پروګرام په لړ کې د کار زدهکوونکو ته انټرنټي اسانتیاوي چمتو کیږي. د دي ترڅنګ زدهکوونکې د سوانح لنډیز (CV) جوړولو، د ملکي خدمتونو ازموینې، او د کاري فرصت موندلو څرنګوالي په اړه روزنې ترلاسه کوي.
د امریکا نړیواله پراختیایي اداره په پام کې لري چې د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د دولتي بستونو لپاره د کار زدهکړي یو کلن پروګرام له لارې ۳۰۰۰ افغان شځې وروزي. د یاد پروګرام څخه د روان کال د فبروري میاشتې پورې ۲۴۰۰ ښځې فارغ شوي دي، چې د دغې ډلې څخه د ۷۰۰ څخه زیاتې په بلخ، کابل، قندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په دندو ګمارل شوې دي او نورې یې د دولتي دندو په لټه کې دي.
په ۲۰۱۴ کال کې، د افغانستان دولت ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال پورې به په ملکي خدمتونو کې د ښځو کچه د ۲۲ سلنو څخه ۳۰ سلنو ته لوړه کړي. د روزل شویو او وړتیالرونکو ښځو ګمارنې له لارې به افغانستان د داسي ملکي خدمتونو خاوند شي چې د هیواد وکړو اړتیاوو ته به خورا ځواب ویونکی وي.
د ۲۰۰۱ کال راهیسي، د امریکا متحده ایالاتو حکومت خپل پالیسیو کې د ښځو پیاوړتیا څخه ملاتړ ته چې د اقتصادي ودې چټکولو او پایونکې سولې لپاره خورا اغیزمنه پانګونه بلل کیږي لوی لومړیتوب ورکړی.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۹ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګرتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکټور په مشري اقتصادي وده تضماین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
اړونده مطبوعاتي اعلامیې
- د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره
- د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ نندارتون دریم پړاو د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته پرانیستل شو
- د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ښځینه متشبثو سره د مرستې په موخه د سوداګرۍ او مدیریت روزنیز مواد خپاره کړل
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.