افغانستان د انسان قاچاق سره د مبارزې په موخه د ارجاع ملي میکانیزم او انټرنټ محوره ډیټابیس رامنځته کړ

Press Release Shim

Speeches Shim

Afghanistan Launches National Referral Mechanism and Online Database to Combat Human Trafficking
Afghanistan Launches National Referral Mechanism and Online Database to Combat Human Trafficking
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

یکشنبه , 16 ډسمبر, 2018

کابل، افغانستان – د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې(USAID) او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې (IOM) د انسان قاچاق سره د مبارزې لپاره د افغانستان حکومت د محافظتي کړنو پیاوړي کولو په موخه د ارجاع ملي میکانیزم او انټرنټ محوره ډیټابیس په لاره واچاوو.

د دغه میکانیزم پرانیستو په موخه رامنځته شوي غونډې کې د انسان قاچاق سره د مبارزې لوی کمیسیون چارواکو، د قاچاق برخه کې د فعالو ملي او نړیوالو نادولتي بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو، د نورو نړیوالو ادارو، او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان حکومت د عدلیې وزیر او د انسان قاچاق سره د مبارزې لوی کمیسیون رئیس ډاکټر عبدالبصیر انور د یادې غونډې په لړ کې وویل «د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون د توشیح او د ارجاع ملي میکانیزم د وروستۍ کیدو او د زیانمنو کسانو لپاره د انټرنټ محوره ډیټابیس رامنځته کیدو سره مو د انسان قاچاق پیښو ته په هر اړخیزه توګه رسیدګۍ لپاره یو غوره بنسټ رامنځته کړی دی. هیله کوم چې دغه میکانیزم د انسان قاچاق قربانیانو سره مرسته وکړي چې اړینو خدمتونو ته لاس‌رسی ومومي.» ډاکټر عبدالبصیر انور ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د انسان قاچاق قربانیانو سره د مرستې او د قاچاقبرانو د عدلي تعقیب لپاره د ټولو شریکو غاړو ګډ کار اړین دی.

د دغې پرانیست غونډې ګډونوالو په دي اړه چې په افغانستان کې د اقتصادي وجې محرومو ټولنو ښځینه، نارینه او ماشومان د انسان قاچاق پدیدې لوی خطر سره مخامخ دي مالومات ترلاسه کړل. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې سرپرستې مرستیالې اغلې الزابت چمبرس په دي اړه وویل «د انسان قاچاق زموږ د ټولنو تر ټولو زیانمنونکي وګړي، په خاصه توګه ښځې او ځوانان اغیزمن کوي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت به د دغو ناوړو پدیدو پر وړاندې د مبارزې برخه کې چې د قانون حاکمیت، نړیوال اقتصاد، د جندر برابری او نړیوال امنیت زیانمن‌وي، د افغانستان ولس سره خپل مرستو ته دوام ورکړي.»

په افغانستان کې د یو مرکزي ډیټابیس او ارجاع میکانیزم نشتون له امله، د انسان قاچاق سره د مبارزې شریکې غاړي نشي کولای چې په اغیزمنه توګه د قاچاق قربانیان وپیژني او ورسره مرسته وکړي. په افغانستان د کډوالۍ نړیوالې ادارې رئیس او ځانګړي استازي ښاغلي لورینس حارت په دي اړه وویل «د ارجاع ملي میکانیزم او انټرنټ محوره ډیتابیس د افغانستان حکومت سره مرسته کوي چې د خپل محافظتي کړنې پیاوړي کړي ترڅو د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې نوی قانون په اغیزمنه توګه پلي کړي.»

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.