د افغانستان کرنیز صادرات د ګولفوډ ۲۰۱۹ نندارتون کې د پانګوونکو د پام‌وړ واقع شول

Press Release Shim

Speeches Shim

Afghan Agricultural Exports Attract Investors at Gulfood 2019
Afghan Agricultural Exports Attract Investors at Gulfood 2019
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

سه شنبه , 26 فبروري, 2019

کابل، افغانستان – د افغانستان د لوړ ارزښت‌لرونکو خوړو صادروونکو د روان کال فبروري میاشتې د ۱۷ – ۲۱ نېټې پورې د خپل غوره محصولات د نړیوالو پیرودونکو نندارې ته د ګولفوډ نندارتون کې چې د خوړو او مشروباتو تر ټولو لوی نندارتون دی وړاندې کړل.

شاوخواه ۲۷ تشبثونو دغه پنځه ورځني نندارتون کې د افغانستان غوره میوې، زعفران، مغز، د پخلي مصاله، سابه، او جوس نندارې ته وړاندې کړل. د دي سربیره ۲۵ نورو تشبثونو چې محصولات یې نندارې ته چمتو کړي نوو د احتمالي پیرودونکو سره غونډو کې ګډون وکړ او د سوداکریزو معاملو په اړه یې خبرې اترې وکړي. افغان سوداګرو د افغانستان لوړ ارزښت‌لرونکو کرنیزو توکو په اړه د ۱۰۴.۸ میلیونو ډالرو په ارزښت وروستۍ‌شوې او احتمالي معاملې ترسره کړې، چې د تېر کال ۲۷ میلیونو ډالرو په پرتله، د۴۰۰ سلنه لوړوالي څرګندونه کوي.

دغه نندارتون د کینګ زعفران شرکت رئیس ښاغلي نوید محسني ته زمینه برابره کړه چې د بهرنیو پرچون پیرودونکو سره د اړیکې موکه ترلاسه کړي. ښاغلي محسني په دي اړه وویل «زموږ موخه دا ده چې عمده پلور څخه د پرچون پلور په لوري لاړ شو.» هغه زیاته کړه «موږ اوس د یو پیرودونکي "د کریفور پرچون زنځیرې" سره خبرې کوو او موخه مو دا ده چې خپل زغفران د سوپرمارکیټونو رپونو ته ورسوو.»

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د تېرو نه‌و کلونو راهیسي د ګولفوډ نندارتون کې، چې د خوړو او میلمه‌پالنې تر ټولو لوی کلنی نندارتون دی، د افغانستان سوداګرو ګډون څخه ملاتړ کوي. د ګولفوډ نندارتون سږکال«د خپل ۲۴ام کال کې» په ۱ میلیون فوټ مربع ځای کې د خوراکي خدمتونو، او میلمه‌پالنې سکټور ۵۰۰۰ سوداګرو لپاره د توکو نندارې ځای چمتو کړ. د تیر کال نندارتون کې د ۱۹۳ هیوادونو څخه ۹۸۰۰۰ ننداره‌کوونکو ګډون کری وو.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته د هند نوې‌ډهلي او مومبای ښارونو او د قزاقستان د الماتي ښار کې د درې بریالیو نندارتونونو رامنځته کیدو وروسته افغان سوداګر د ګلفوډ نندارتون کې ګډون وکړ. په ۲۰۱۸ کال کې افغان سوداګرو د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره د ۲۷۸ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل.

سږ کال دغه نندارتون کې افغان سوداګرو د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د تشبثي بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو بازارموندنې، د شمال او ختیځ زونونو د سیمه‌یزې کرنیزې ودې، د افغانستان لوړ ازښت‌لرونکو محصولاتو او مالدارۍ د ارزښت زنجیرې، او د لویدیځ زون د ارزښت زنجیرې ودې پروګرامونو په ملاتړ ګډون کړی دی.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.