بلخ ولایت کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ملکي خدمتونو د کار زده‌کړې پروګرام څخه ۱۳۲ ښځې فارغ شوې

Press Release Shim

Speeches Shim

Women Graduate from USAID's Civil Service Internship Program in Balkh
Women Graduate from USAID's Civil Service Internship Program in Balkh
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

چهارشنبه, 30 جنوري, 2019

مزار شریف، افغانستان – د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د پروموټ پروګرام د ښځې په حکومت کې (WIG) پروژې په بلخ ولایت کې د ملکي خدمتونو د کار زده‌کړې یوکلن پروګرام څخه د ۱۳۲ ښځو فراغت لمانځلو په موخه یوه غونډه په‌لاره واچوله. د کار زده‌کړې دغه پروګرام افغان ښځې ملکي خدمتونو کې د ګډون په موخه په اړینو تجربو او پوهې سمبالوي. د یاد پروګرام د فارغانو دغې ډلې ته د افغانستان حکومت له‌خوا د یو کال کاري تجربې تصدیق پاڼې چمتو شوې ترڅو دولتي بستونو کې د ګمارنې اړوند شرایط پوره کړي.

د افغانستان حکومت ژمن دی چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته د ۲۰۲۰ام کال پورې په ملکي خدمتونو کې د ښځو شمېر ۳۰ سلنو ته لوړ کړي. د ټاکل شوې موخې ترلاسه کولو سره به د ملکي خدمتونو وړتیا د افغانستان نارینه او ښځېنه وګړو اړتیاوو پوره کولو برخه کې لوړه کړي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره ښځینه زده‌کوونکو ته د ملکي خدمتونو ځانګړو روزنو او د مشرتابه (رهبرۍ) روزنو چمتوکولو له لارې د افغانستان حکومت سره مرسته کوي چې یاده موخه ترلاسه کړي.

د ۲۰۱۵ کال د اپریل میاشتې څخه د ۲۰۱۸ کال د ډیسمبر میاشتې پورې د ښځې په حکومت کې (WIG) پروژې د کار زده‌کړې یو کلن پروګرام څخه د ۲۰۰۰ څخه زیاتې ښځې فارغ شوې دي. دغه فارغانې اوسمهال په ملکي خدمتونو کې خالي بستونو ته غوښتن‌لیکونه استوي.

د بلخ ولایت د مقام دفتر د جندر کارپوهې، آغلې جمیله آریامل، په دي اړه وویل «د پروموټ پروګرام په دولتي ادارو کې د ښځو د ګمارنې څخه د ملاتړ له لارې ورورو د ښځو پر وړاندې خنډونه لري کوي.» هغې زیاته کړه «زه د پروموټ پروګرام د ښځې په حکومت کې (WIG) پروژې او د کار زده‌کړې پروګرام فارغانو ته مبارکي وایم.»

د کار زده‌کړې فارغانو ستاینې ترڅنګ د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د بلخ ولایت کې هغو ۲۵ دولتي ادارو څخه چې د عملي روزنو چمتو کولو او ګمارنې برخو کې یې د یاد پروګرام سره مرسته کړي وه ستاینه وکړه. د ښځې په حکومت کې (WIG) پروژې د کار زده‌کړې پروګرام فارغانو ډلې څخه څه‌باندې ۴۰۰ ښځو د بلخ، کابل، قندهار، ننګرهار، او هرات ولایتونو کې پوره وخته دندې موندلې دي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د پروموټ پروګرام څلور فعالیتونه لري چې د مشرتابه(رهبري) پراختیا، د ملکي خدمتونو روزنې، اقتصادي پیاوړتیا، او مدنې ټولنو له لارې دادخواهي په کې ګډون لري. تر دي دمه د پروموټ پروګرام د افغانستان ګوډګوډ کې د ۵۰۰۰۰ څخه زیاتو ښځو سره مرسته کړي. د پروموټ پروګرام په اړه د خپل نظر چمتو کولو لپاره په دغې پتې زموږ سره په اړیکه شئ: KBLPromote@usaid.gov.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.