Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
کابل، افغانستان – نن، د عامې روغتیا وزارت کې درې هندي بنسټونو د یوې افغانې کمپنۍ سره په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ودې په موخه قراردادونه لاسلیک کړل. دغه قراردادونه چې اټکل شوی ارزښت یې ۶.۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي په کابل کې د یو مجهز تشخیصي مرکز، د پوښتورګو د درملنې یو پرمختللي مرکز، او د درملو د تولید یوې فابریکې ودانول رانغاړي. یاد قراردادونه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په ملاتړ د ۲۰۱۸ کال «د سوکالۍ په لوړ: د هند – افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون» په لړ کې د لمړنیو خبرو او اترو وروسته لاسلیک شول.
د افغانستان روغتیا سکټور کې د شویو پرمختګونو سربیره کیفیت لرونکو ثانوي او تخصصي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د هیواد دننه محدود دی. په پایله کې پراخشمېر افغانان د درملنې لپاره بهرنیو ملکونو ته ځي او هر کال شاوخواه ۲۸۵ میلیونه ډالر د هیواد څخه بهر په درملنې لګوي. د افغانستان دولت د هیواد دننه د روغتیايي خدمتونو ودې او د هیواد څخه بهر د درملنې په موخه د تلو اړتیا لري کولو په موخه سیمهایزې او نړیوالې پانګونې هڅوي.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر فیروزالدین فیروز د روغتیا سکټور کې د کورني او هندي پانګونو ستاینه وکړه او په دي اړه یې وویل «خصوصي سکټور د افغانستان د روغتیايي خدمتونو یوه اساسي برخه جوړوي او روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو غوښتنو پوره کولو کې حیاتي رول لوبوي. د افغانستان د روغتیا سکټور متشبثینو او د هندي بنسټونو ترمنځ رامنځته شوې ملګرتیاوي چې نن یې موږ شاهد یو به په هیواد کې د روغتیايي خدمتونو نیمګړتیاوي پوره کړي.» ډاکټر فیروز نور نړیوال پانګوونکي او بنسټونه هم راوبلل ترڅو په افغانستان کې د اړتیا وړ برخو کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیس ښاغلي پیټر ناتيالو په دي اړه وویل «د روغتیا سکټور کې د پانګونې زیاتیدل یواځې د هیواد د وګړو روغتیا نه ښه کوي، بلکه د کاري فرصتونو رامنځته کولو، په هیواد کې د مهارتونو ودې، او د پراختیا لپاره د سرچینو زیاتولو له لارې اقتصادي وده چټکه کوي.»
د افغانستان د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور په هیواد کې د خصوصي سکټور پانګونو لپاره د یو مساعد چاپیریال رامنځته کولو لپاره خپل ژمنه څرګنده کړه.
دغې غونډې کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د نورو وزارتونو، د شریکو غاړو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی وو.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۹ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
اړونده مطبوعاتي اعلامیې
- د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره
- د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ نندارتون دریم پړاو د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته پرانیستل شو
- د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ښځینه متشبثو سره د مرستې په موخه د سوداګرۍ او مدیریت روزنیز مواد خپاره کړل
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.