Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
هرات، افغانستان – نن په هرات ولایت کې د «ګډ پرمختګ: ښځې په سوداګرۍ کې» تر نامه لاندې سیمهایز سوداګریز نندارتون پرانیستل شو. دغه درې ورځنی نندارتون چې د روان کال د مارچ میاشتې ۷مې څخه تر ۹مې نېټې پورې په لاره اچول کیږي د ښځو نړیوالې ورځې سره سمون لري. دغه نندارتون د هغو درې نندارتونونو څخه یو دی چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په ملاتړ رامنځته کیږي ترڅو د افغان ښځو اړوند شرکتونو او د هغو شرکتونو محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي چې د کارکوونکي د پاموړ برخه یې ښځې جوړوي.
دغه نندارتون د ګډونکوونکو تشبثونو ترمنځ د اړیکو رامنځته کیدو لپاره زمینه برابروي او د یوې ورځې لپاره به د ننداره کوونکو او پیرودونکو پر مخ پرانیستی وي. یاد نندارتون کې به د هرات او شپږ نورو لویډیز ولایتونو څخه بیلابیل تشبثونه خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي. ګډونکوونکي تشبثونه به د خپل تشبث لپاره مشتریان، عرضه کوونکي، او قراردادیان وپیژني او د دي ترڅنګ به د مشتریانو د اړتیاوو او اړوند سکټور کې د سیالۍ په اړه مالومات پیدا کړي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیس ښاغلي پیټر ناتيالو په دي اړه وویل «د افغانستان ښځو سره خصوصي سکټور کې د هغوي ګډون پراخولو، او د تشبثونو سره د پلور او بازارموندې تجربې ترلاسه کولو برخو کې د مرستې لپاره د نندارتونونو رامنځته کول یوه اغیزمنه لاره ده.»
تېر کال په هرات ولایت کې په لاره اچول شوي نندارتون کې ښځینه تشبثونه د شاوخواه ۶.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د عمده پلور قراردادونه لاسلیک کولو او د شاوخواه ۵۴۸۰۰۰ افغانیو په ارزښت د پرچون پلور باندې بریالي شول.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
اړونده مطبوعاتي اعلامیې
- د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره
- د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ نندارتون دریم پړاو د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته پرانیستل شو
- د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ښځینه متشبثو سره د مرستې په موخه د سوداګرۍ او مدیریت روزنیز مواد خپاره کړل
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.