Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
بمبيي، د ۲۰۱۸ کال سپټمبر میاشتې ۱۲مه – د هند په بمبيي ایالت کې «د سوکالۍ په لور: د هند– افغانستان سوداګرۍ او پانګونې کلني نندارتون» دوهم پړاو د څلورو ورځو لپاره پرانیستل شو. دغه نړیوال نندارتون د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لارې د امریکا متحده ایالاتو حکومت په مالي مرسته رامنځته شوی ترڅو د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه نندارې ته وړاندې کړي او د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ او پانګونې نندارتون کې سږکال د ۲۰۰ افغان سوداګرو، ۱۲۰۰ هندي تشبثونو مشرانو، او د ۱۰۰ څخه زیاتو نړیوالو کمپنیو په ګډون د ۲۰۰۰ افغانو، هندي، امریکايي او نړیوالو تشبثونو څخه ډیر تشبثونه ګډون کوي. دغه نندارتون کې به د زینتي توکو، کرنې، انرژۍ، روغتیا، ښوونې او روزنې، کانونو او درندو صنایعو، او نورو برخو څخه د افغانستان غوره محصولات، خدمات او تشبثي فرصتونه نندارې ته وړاندې شي.
دغه نندارتون کې چې د بمبيي ښار جي ډبلیو ماریوت سحر هوټل کې په لارهاچول شوی وو، د افغانستان سوداګريز سکټور په اړه د بحث لپاره ګردي میزو، د افغان متشبثینو د محصولاتو تبلیغاتو او ننداري لپاره غرفو، او دغه نندارتون کې سوداګریزو هوکړه لیکونو لاسلیک ته لیوالو افغانو، هندي او نړیوالو متشبثونو یوځای کولو فرصتونو، ته ځای ورکړل شوی.
په نوېډهلي کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ساژدافیرې اغلې ماريکي کارلسن په دي اړه وویل «پیاوړې سوداګریزې ملګرتیاوې هیوادونو کې د کاري فرصتونو زیاتیدو سره مرسته کوي، سوداګرۍ ته وده ورکوي او د پانګونو نور فرصتونه رامنځته کوي. د افغانستان او هند دولتونه د خپل دوه اړخیزو اړیکو غښتلې کولو او اقتصادي سوداګرۍ او پانګونو کچې لوړولو ته ژمن دي. د متحده ایالاتو حکومت د افغانستان ثبات لپاره په ځانګړي توګه د اقتصادي مرستو او پراختیا برخه کې د هند مهمې ونډې ستاینه کوي. دغه نندارتون د هغو ژمنو عملي کولو برخه کې مرسته کوي چې زموږ رهبرانو د درېواړو هیوادونو ولس سره کړي وي. موږ د هند او افغانستان تر منځ د پیړیو اوګدو اړیکو او مرستندویه ملګرتیاوو پیاوړتیا ته سترګې پهلاره یو.»
د نندارتون پرانیست غونډې نورو مهمو ویناوالو ډله کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلی جان بس، د افغانستان اجرائیه رئیس ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان حکومت د مالیې وزارت سرپرست وزیر ښاغلی ډاکټر محمد همایون قیومي، د غضنفر ګروپ رئیس شاغلی اسماعیل غضنفر، د ټاټا انرژۍ شرکت رئیس ښاغلی پراویر سنا او سباش دیسای د مهاراشترا ایالت وزیر ګډون درلود. د افغانستان او هند حکومتونو یو شمېر چارواکي او تشبثونو مشران به د ګرديمیز بحثونو کې ګډون وکړي.
د نندارتون لمړۍ ورځې ګرديمیز بحثونه به په افغانستان کې د سوداګرۍ کار څرنګوالي متمرکز وي او د هغو نړیوالو تشبثونو مشران به په کې راڅرګند شي چې په افغانستان کې یې په بریالۍ توګه پانګونه کړي. د لمړۍ ورځې فعالیتونو کې به «د افغانستان خزانې» تر نامه لاندې یوه کلتوري مالوماتي برخه هم ګډون ولري چې په هغې کې به د افغانستان ابریښم لارې میراث غوره بیلګې نندارې ته وړاندې شي.
د سوکالۍ په لور: د هند– افغانستان سوداګرۍ او پانګونې نندارتون په اړه د لانورو مالوماتو ترلاسه کولو په موخه د دغې ویبپانې څخه لیدنه وکړئ: https://www.passage2prosperity.com
د سوکالۍ په لور نندارتون په اړه مالومات
«د سوکالۍ په لور» د افغانستان – هند سوداګرۍ او پانګونې یو نړیوال نندارتون دی چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لارې د امریکا متحده ایالاتو حکومت په ملالي ملاتړ د افغانستان او هند حکومتونو سره په همغږۍ په لاره اچول کیږي. د دغه کلني نندارتون دوهم پراو افغانستان ته یو موکه برابروي ترڅو خپل غوره محصولات، خدمات، او د پانګونو فرصتونه هندي، منطقوي او نړیوالو تشبثونو ننداري ته وړاندې کړي. دغه نندارتون د نړیوالو تشبثونو ته یوه بېسارې مومه چمتو کوي ترڅو د افغانستان خصوصي سکټور سره په مستقیمه توګه په اړیکه شي او د پیاوړو اقتصادونو، کاري فرصتونو او د ګډونکوونکو هیوادونو ترمنځ د ژورو اقتصادي اړیکو رامنځته کولو لپاره بنسټ کیږدي.
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په اړه مالومات
د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د نړیوالو پراختیايي چارو لپاره د امریکا متحده ایالاتو حکومت اصلي اداره ده. د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د ځانبسیاینې او ثبات لپاره د استراتیژیو رامنځته کولو له لارې د امریکا متحده ایالاتو ملي امنیت او اقتصادي سوکالۍ لپاره کار کوي.
اړونده مطبوعاتي اعلامیې
- د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره
- د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ نندارتون دریم پړاو د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته پرانیستل شو
- د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ښځینه متشبثو سره د مرستې په موخه د سوداګرۍ او مدیریت روزنیز مواد خپاره کړل
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.