Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
جیپور، هند – د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې په مرسته د مرمر ډبرو، سلیماني ډبرو او لاجوردو یوشمیر افغاني سوداګرو د هند ډبرو نندارتون کې چې د هغه هیواد ډبریزو صنایعو تر ټولو لوی نندارتون دی، د نړیوالو سوداګرو سره یوشمیر قراردادونه لاسلیک کړل. دغه نندارتون د فبروري ۲مې نیټې څخه تر ۵مې نیټې پورې د جیپور نندارتونونو او غونډو مرکز کې ترسره شو چې د نړۍ شپیتو هیوادونو څخه یې د ۲۵۰۰۰ څخه ډیر میلمانه او ۱۵۰۰۰ سوداګر ځان ته جلب کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال ښاغلي قربان حقجو وویل: «د افغانستان غرونه د مرمرو او نورو منرالونو خورا لویې زیرمې لرې، خو سربیره پر دې په افغانستان کې دغه صنعت وده نده کړي. د هند ډبرو نندارتون د افغانستان مرمرو سوداګرو ته دا فرصت چمتو کوي چې د سوداګریزو معاملو په اړه خبرې اترې وکړي، اړیکې ټینګي کړي او خپل توکي وپلوري.» هغه زياته کړه: «دغه نندارتون سربیره پر دې چې د افغانستان اقتصاد سره مرسته کوي، د افغانستان کانونو سکتور ته بهرنیو پانګو جلبولو باندې هم خورا مهمه اغیزه لري.»
د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې د افغانستان د سوداګرۍ او عوایدو(ATAR) پروژې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په مرسته دغه نندارتون لپاره د مرمر ډبرو سوداګر غوره کړل ترڅو په دغه نندارتون کې د ۹ هیوادونو څخه د ۵۰۰ نورو سوداګرو ترڅنګ چې په هروو دو کلونو کې یوځل ترسره کیږي ګډون وکړي. افغانستان کې ۳۵ ډوله مرمر ډبرې شته چې چشتي او خوګیاڼي ډبرې د ایتالیا کرورا مرمر ډبرو سره پرتله شوي، چې د نړۍ تر ټولو غوره ډبرې ګڼل کیږي.
د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې رئیس هربي سمیټ وویل: «په دغه نندارتون کې ګډونکوونکي افغان سوداګر یواځې د سوداګرو په توګه د پلور په موخه ګډون نه کوي بلکه د یو صنعت په استازیتوب ګډون کوي چې په خورا لویه کچه بکر دی او د پرمختګ لوي ځواک لري.» هغه زیاته کړه: «داسې تمه کیږي چې د مرمرو صادراتو ډیریدو څخه دغه شان ملاتړونه به د مرمرو استخراج، پريکولو او پالش برخه کې په ارزښت بښونکو تکنالوژیو پانګونه زیاته کړي ترڅو کیفیت او تقاضا یې لوړه کړي.»
دغه نندارتون د ډبرو ودې مرکز، د هند سوداګریو او صنایعو خونې فدراسیون او د راجستان ایالتي حکومت له لوري جوړ شوی چې د مرمر ډبرو تولیدونکي او صادرونکي، مهندسان، ودانیز انجنیران، د ودانیو سنګاروونکي، ودانوونکي او د املاکو وده ورکونکي د یو چت لاندې راغونډوي. دغه نندارتون په ډوبۍ کې «د افغانستان نندارتون» تر نامه لاندې د یو بریالي نندارتون وروسته تر سره شو، د ډوبۍ نندارتون چې د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشتې کې ترسره شوی وو د مرمر ډبرو او نورو نیمه قیمتي ډبرو په ګډون د افغانستان لویو صادراتي توکو په هکله یې عامه پوهاوی لوړ کړ.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو ولسواک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
اړونده مطبوعاتي اعلامیې
- د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره
- د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ نندارتون دریم پړاو د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته پرانیستل شو
- د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ښځینه متشبثو سره د مرستې په موخه د سوداګرۍ او مدیریت روزنیز مواد خپاره کړل
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.