ښځینه افغان انجنیرانې او مهندسانې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې کار زده‌کړې پروګرام څخه فارغ شوي

Press Release Shim

Speeches Shim

ښځینه افغان انجنیرانې او مهندسانې
ښځینه افغان انجنیرانې او مهندسانې
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

سه شنبه , 24 جنوري, 2017

کابل، افغانستان – نن د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) افغان ښځو انجینري او مهندسي له کار زده‌کړې پروګرام څخه د اتو ښځینه انجنیرانو او مهندسانو فراغت ولمانځه. دغه پروګرام په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې له خوا پیل شو چې تر اوسمهاله یې ۲۳ ښځینه زده‌کوونکې فارغ کړي دي.

د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې دغه پروګرام د کابل پوهنتون او پولیتخنیک پوهنتون مهندسي، ساختماني (ِسول)، او میخانیکي انجنیرۍ ښځینه زده‌کوونکو ته د کار زده‌کړې موکې چمتو کوي. د کار زده‌کړې پروګرام په لړ کې ښځینه زده‌کوونکو ته د انجینري او مهندسي عملي کارونو اړخونه وښودل او د مسلکي او خپلمنځي مهارتونو پیاوړي کولو لپاره ورته موکې چمتو شوې وې.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیس ښاغلي هربرټ سمیټ وویل «د کار زده‌کړې دغه پروګرام اغیزې به د زده‌کوونکو د فراغت نیټې څخه وروسته لاپسې روښانه شي.» ښاغلي سمیټ زیاته کړه «موږ په افغانستان کې د بریالیو او ماهرو ښځو  یو داسې شبکه جوړوو، چې په انجینري او معمارۍ برخو کې به د افغانو ښځو لپاره د یو ځواکمن راتلونکي رامنځته کول او د افغانستان راتلونکي روښانولو لپاره کار وکړي.»

د کار زده‌کوونکو ته د ډیزاین او ګډو هڅو، د کار ساحې څخه لیدنې، پروګرام مدیریت، او د پروژو پلي کولو موکې چمتو شوي. سربیره پر دي هغوی سره مرسته وشوه او وهڅول شوې چې د خپل مسلک په بنسټ شته کاري فرصتونو ته غوښتنلیکونه واستوي. د یو کال کار زده‌کړې پروګرام پای ته رسولو وروسته ۷ تنه یې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې پروګرامونو له خوا په کار وګمارل شوې. نورې یې هم یا په کار بوختي دي یا خپل لوړې زده‌کړې پرمخ بیايي، چې د هغو ډلې څخه یو څو تنه د افغانستان څخه بهر په کار بوختې دي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون محصلینو چارو مرستیال ښاغلي محمد الله ابراهیمي، د انجینريانجینري او مهندسي ښځینه زده‌کوونکو ته د کار زده‌کړې موکو برابرولو لپاره د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې څخه مننه وکړه.

د امریکا نړیوالې پراختایې ادارې د کار زده‌کوونکې زلیخا احمدي وویل «د کار زده‌کړې پروګرام ما سره مرسته وکړه چې په خپل مسلک کې کار کولو لپاره یو روښانه لید لوری ترلاسه کړم.»

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) افغان ښځو انجینري او مهندسي کار زده‌کړې پروګرام به د ۲۰۱۹ کال پورې دوام ومومي. دغه پروګرام به ښځینه زده‌کوونکو ته حیاتي موکو برابرولو ته دوام ورکړي ترڅو هغوي وتوانوي چې د افغانستان حکومت، تشبثاتو او  د مدنې ټولنې فعاله راتلونکي رهبرانې شي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو  ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت  چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.